|
د جهادي آثارو ویب سایټ

د جهادي آثارو ویب سایټ

د اسلامي امارت رسمي جهادي آثار

د اسلامی امارت بیرغ
د افغانستان بیرغ
تازه خبر
نوی د «جهادي آثارو» ویب سایټ په رسمي ډول پرانیستل شو
شهید مجاهد

شهید غلام حضرت ایوبي

زوکړه: 1969-12-01 | شهادت: 2011-07-08 4 لیدونکي
شهید غلام حضرت ایوبي
شهید غلام حضرت ایوبي د وردګو ولایت، د سیداباد ولسوالۍ، د تنګي درې اصلي اوسیدونکی و. هغه د اسلامی امارت یو جری، بېباکه او اتل مجاهد و چې د خپلې سرښندنې او شجاعت له امله یې د جهاد په تاریخ کې یوه زرینه پاڼه جوړه کړه.

د هغه تر ټولو لویه کارنامه دا ده چې د ۲۰۱۱ میلادي کال د اګست په ۵مه (د ۱۴۳۲ هجري قمري د روژې مبارکې میاشتې ۵مه) نیټه، د شپې په ۰۲:۳۸ بجو، د تنګي درې په پورتنۍ برخه کې یې د امریکا یوه شینوک (ډبډبې) هلیکوپټر په ۲۲۰ متره فاصله کې د آر پي جي راکټ سره وویشتله. دغه هلیکوپټر د امریکا سمندري ځانګړي ځواکونه یوړل چې د اسامه رحمه الله په عملیاتو کې یې هم ګډون کړی و.

د دغه برید له امله:
- ۳۰ تنه د امریکا د سمندري ځانګړي ځواک فوځیان
- ۷ تنه د افغاني اجیر فوځ غړي
- ۱ افغان ژباړن
- ۱ امریکايي تربیه شوی سپی
وژل شول.

دغه برید د امریکا د ولسمشر بارک اوباما تر حده یې ژړایستلي وو او امریکا د شپنیو عملیاتو د ستراتیژۍ په تګلاره کې د بیا غور کولو امر وکړ.

له برید وروسته د مشرانو په هدایت اتل غازي له درې وایستل شو، خو جاسوسانو یې تعقیب کاوه. دوه ورځنی تعقیب وروسته، د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سیاب دره کې د امریکا جګړیزو الوتکو پرې سخته بمباري وکړه او هغه له دریو ملګرو سره یوځای شهید شو.

شهید غلام حضرت ایوبي د خپلې دې لویې کارنامې له امله د مجاهدینو په منځ کې ځانګړی مقام لري او د هغه یاد به تل د افغانستان د ازادۍ او عزت د تاریخ یوه زرینه پاڼه وي.
د زوکړې ځای: وردګ ولایت سیداباد ولسوالی
د شهادت ځای: چک ولسوالی سیاب حوزه
رتبه: مجاهد