|
د جهادي آثارو ویب سایټ

د جهادي آثارو ویب سایټ

د اسلامي امارت رسمي جهادي آثار

د اسلامی امارت بیرغ
د افغانستان بیرغ
تازه خبر
نوی د «جهادي آثارو» ویب سایټ په رسمي ډول پرانیستل شو
⭐ ممتاز 🔴 ګرم خبر

د «جهادي آثارو» ویب سایټ ته د زرګونو لیدونکو هرکلی؛ عامه غبرګون مثبت دی

2026-08-26 14:54 10 لیدونکي
د خبر انځور شتون نلري فایل: file_6a8df5d99368a5.93274048.png
د جهادي آثارو ویب سایټ له رسمي پرانستلو وروسته، د هیواد له بېلابېلو سیمو او نړۍ له ګوټ ګوټ څخه زرګونو لیدونکو له دې ویب سایټ څخه لیدنه کړې ده.

د جهادي آثارو د لوی ریاست د معلوماتو له مخې، د ویب سایټ تر پرانستلو لږ وخت وروسته د لیدونکو شمېر له زرو څخه اوښتی او هر وخت د لیدونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

کاروونکو د جهادي آثارو ویب سایټ د اسانه او ساده انٹرفیس، بډایه محتوا، مستندو سرچینو او مسلکي ډیزاین ستاینه کړې او دا یې د جهادي میراث د ساتنې لپاره یو ګټور او اړین ګام بللی دی.

د جهادي آثارو د لوی ریاست ویاند وویل: "موږ د هېوادوالو او نړیوالو مینه والو له دې ښه هرکلي څخه ډېر خوښ یوو. دا زموږ د هڅو پایله ده چې د جهادي آثارو د ساتنې لپاره یو معیاري او مسلکي پلیټ فارم جوړ کړو."

هغه زیاته کړه: "د عامه غبرګون له مخې، کاروونکو ویب سایټ ته د لاسرسي اسانتیا، د محتوا تنوع او د معلوماتو مستندیت د دې ویب سایټ د غوره ځانګړتیاوو په توګه یاد کړي دي."

د جهادي آثارو د لوی ریاست مسؤلینو ویلي چې دوی به د کاروونکو وړاندیزونو او غوښتنو ته پاملرنه وکړي او په راتلونکي کې به د ویب سایټ نورې برخې او خدمتونه هم زیات کړي.

دوی له ټولو هېوادوالو، څیړونکو، تاریخ پوهانو او مینه والو وغوښتل چې له دې ویب سایټ څخه لیدنه وکړي او د جهادي آثارو په ساتنه او خپرولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

د جهادي آثارو ویب سایټ د هیواد د جهادي تاریخ د مستندولو، ساتنې او نړیوالو ته د رسولو لپاره یو مهم ګام دی چې د علمي او کلتوري حلقو له خوا یې ډېر هرکلی شوی دی.